ژما لېلا زما وطنه
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
زما لېلا زما وطنه!
ستا له غمه په زړګي باندې زخمي شوم
شوه عجبه چې په ګل هم خزان راغی
نه مې خوب نه مې خندا شته ژړېدل و
توره شپه کې څه بدلون حلال کې راغی
ښه شو ښه شو ماتم دې کلي کې تېرشو
چې سپین ګل مې دلېلا اوربل ته راغی
ډېرخو خوښ یم چې نن تا خوشحاله وینم
چې سور ګل دې دې ولول زلفو ته راغی
څه مې خوښ شو پسرلی دغه چمن کې
چې غږ دآبادۍ مې دبلبل په ژبه راغی
هر ظالم چې زورولې سزاوار یم
خلاص به نه شي که دفکر په ټال راغی
ګلسیری به ترې نه زر ځله قربان شي
چې فرمان دجوړولویې تل په وطن ته راغی
استاد ګلسیری شینواری