غږ راته نه که
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
غږ راته نه که
لېلا ویده ده،که هرڅو نارې وهم غږ راته نه که
که يې ګلان زلفو کې ږدم ،غږ راته نه که
لېلا ویده ده ، تورې سترګې ښه ښکاریږي
که هر څو سورې وهم غږ راته نه که
سپین رخسار يې دنرګس دګل ښایسته دی
که هر څو اوښکې تویوم غږ راته نه که
زیب زینت یې داوربل په دنیا نه شته
د زړه فریاد یار ته کوم غږ راته نه که
ربه!خېر کړې سخت باران په ګلوراغی
که هر څو یې ويښوم ، غږ راته نه که
ګلسیریه! تل ویده په دنیا ښه وې
غافل زړونه ویښوم غږ راته نه که
استاد ګلسیری شینواری