به خاطر روز جهاني زن تبریک باشد. څلوریځه!
دښځو دنړیوالې ورځې په مناسبت دې ټولو ښځو ته ډالۍ وي!
څلوریځه
مخ دې سپوږمۍ سترګې ګلونه
شونډې مرمر،غاښ دې لعلـونه
دجنت حورې، دنیا کې ګرځې
ډېردې پاخه کړل د خلکو زړونه
استاد ګلسیری شینواری ۱۸-۱۲-۱۳۹۴
دښځو دنړیوالې ورځې په مناسبت دې ټولو ښځو ته ډالۍ وي!
څلوریځه
مخ دې سپوږمۍ سترګې ګلونه
شونډې مرمر،غاښ دې لعلـونه
دجنت حورې، دنیا کې ګرځې
ډېردې پاخه کړل د خلکو زړونه
استاد ګلسیری شینواری ۱۸-۱۲-۱۳۹۴
غزل
بې له تا ، ټوله د نیا راته زندان دی
په ما تنګه لویه ځمکه،پاس اسمان دی
ټول عمرمې ستا دښکلا وصال ته تېرکه
ډیر خپه یم اوس راغلی چې هجران دی
د رخسارمثال دې ټول کابل کې نه شته
چې جدا شومه، افسوس دی، ای ارمان دی
تورو سترګو دې لیندۍ په زړه ویشتلی
زما زړه ښکلـې، په تـا بانـدې ودان دی
توله شپه کې مې خوب ورک شي ستا له غمه
بې له تا دغه ژوندون راته ډېرګران دی
ګلسیری ستا دهجران غم کې رنځوردی
جوړ به نه شي،چې جدا له ما جانان دی
استاد ګلسیری شینواری
غزل
څـرخ د دنیا دی دا ژوندون ګړۍ تاویـږي
چې څه کوې ، بدل دخپل عمل درته رسیږي
هیـڅ علاج د بـدۍ نه شـته بل جـهان کې
لیږي کوم نـیـک عمـل پـه بد و کلـه بـیا بـد هغه څوک به لا علاج دنیا کې پروت وي
چـې احسـان يې کوم،غریـب ته نه رسـیږي
بیلـتانه د د نیا تیـغ دی تـېره کړی
اخرګوزاربه یې په ژونـدون درورسیږي
په خوارنو ظلم کړې، خېرې به وکه
پـه تـا ظـالم به کاڼي پورته نه وریـږي
دژوند بېړۍ دې طوافاني شوه ګلسیریه!
ګومان مې راغی چې نوربحر ته ډوبیږي
استاد ګلسیری شینواری
قطعه
د دنیا کارونه ټول په یو وار نه شي
څوچې سترګې غړوي بیا مازیګردی
مدام ناست به سوی زړه يې په دنیا کې
لا به پروت یې، درنه تلی دې دلبردی
تل ګومان په دې جهان دځان ونه کړې
خطرپه کې ډېرزیات دې دخپل سردی
بیا آرام به هدیره کې چېرې پروت وي
نه به کومه آبادي، خلاص خو له شردی
په دنیا دې په قسمت کې تاج تخت نه شته
ځان اګاه کړه ،دا جهان ستا د اکبر دی
چې انسانان په کې پراته وي بې لباسه
دورتلويې راته پته دهرچا هغه ګودردی
هیڅ مخلوق ترې پاتې نه دی بې حسابه
لاندې ځمکه که داپورته کوم یو غر دی
په شېبو، شیبو ژړا کړه ګلسیریه !
چې تل پاتې په دنیا در نه اختر دی
استاد ګلسیری شینواری
غزل
دخلکومینځ کې مو مخبت نه راځي
په دې هېواد کې ځکه امنیت نه راځي
هریووګړی مویو کارکې صداقت نه لري
په دغه ځای کې ځکه برکت نه راځي
خپله جـاهل یو ، غداران نه پېژنو
په هر یو ځای کې مو عدالت نه راځي
ډېر مخالف یو دپوهنې، ورته کتلی نه شوو
ځکه مو زړونو کې امنیت نه راځي
ملکونه جوړ شوو موږ در په دره یو لا
زموږ ملت ته لا حریت نه راځي
شومه ستومانه قضول کارونو باندې
ځکه مو خلکو کې وحدت نه راځي
قلم راوخله ګلسیریه! دوحدت په خاطر
چې بې له تا کوم مصلحت نه راځې
استاد ګلسیری شینواری