افغان ماشوم یم شعر
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
افغان ماشوم یم
افغان ماشوم یم، زه هر چایم ژړولی
څنګه لوی شوم ، په ځان نه یم پوهېدلی
مور اوپلارمې شهیدان شول،شوم یواځې
تل نهاره پروت وم ،ځکه نه یم غوړېدلی
تن مې لوڅ دی، اواره نړۍ کې ګرځم
څوک مې نه شته ، په هرځای یم کړېدلی
بې تعلیمه بې پوهنې به رالوی شم
په کار نه شوم هر زمان یم ځورېدلی
ډېر ځوریږمه، چې نور ماشومان ګورم
په مکتب کې چا لا نه یم ا چولی
نا پوهۍ باندې دوطن خلکو تبا کړم
دښمنانو په هر ځای یم غولولی
ای زلمیانو لږ احسان راباندې وکړئ
ستاسې اولاد یم، بیا هیڅ نه شمه کولی
ګلسیری ماشوم پروردهر ملت دی
د ملت په اوږو پورته دی ختلی
استاد ګلسیری شینواری