غزل
غزل
د قدرت نښه يې نه شته یو مکان کې
چې یې تخت دسلېمان وړپه اسمان کې
که هډوکې يې په خاورو کې پېدا شي
چې دکبره یې سرټیټ وړ په جهان کې
هغه خلک چې دعوه يې دخدایې کړه
چېرې خاورو کې پراته دي بیابان کې
که لښکرې بې حسابه ورپسې وې
نه يې وینم پاس ترعرشه یو مېدان کې
توروخاوروکې پراته ،پته يې نه شته
چې غلیمان بې ځغلول دښت ودامان کې
د ځان غم کې يې په سروسترګو ژړلې
کله شته دي، مخ يې پټ دی ګورستان کې
چې په سروشونډويې خنداکړه ګلرخانو
هغه ښایسته ګلونه کله شته بوستان کې
که مالونه د قارون ځان ته امبار که
شي به پاتې،لږ سرښکته کړه ګریوان کې
هلې ځلې مو دنیا کې ډېرې وکړې
خدای خبر دی څه به کړو آخرزمان کې
ګلسیریه! ژړاکړې دوطن غم کې
دمرګي بریدونه نه شته بل جهان کې
استاد ګلسیری شینواری ۱۴، ۳، ۹۵