یو قطعه شعر
خپله موخه رانه ورکه ده دنیا کې
خدای خبر څه ته پیدا او څه به کیږم
ناببره شوم پیدا ، دنیاته راغلم
اوس چې ځمه له دنیانه نو ژړیږم هیڅوک مې په کارنه شووپه دنیاکې
دهجران ورځې تیروم عبث ځوریږم
دقیامت نوم چې رایاد کړم وارخطا شم
معلومه نه ده چې ترڅوبه نورکړیږم
له کومه راغلم، چيرې ځمه نه پوهیږم
خاورې ایري شوم بیا به کله زه بلیږم
تش کالبوت مې بدن پروت دی راته ګوره
طبیبان که ټول راټول کړئ نه جوړیږم
دانسان دژوند ثاني دنیا کې نه شته
یوځل ژونددی په دنیا کله زرغونیکیږم
ګل خوښه دي بیا به بیرته زرغونه شي
زه خو ځم له د نیا کله پاتې کیږم
تل دانسان دژوند متاع دنیا کې نه شته
دامې بس دي په دنیا نورنه مړیږم
ګلسیریه په زړه فولاد،وارخطا نه شې!
دا قانون دالاهي دی،تر قیامته به چلیږم
استاد ګلسیری شینواری ۲۱ -۵-۹۶
+ نوشته شده در چهارشنبه ششم دی ۱۳۹۶ ساعت 7:18 توسط استادګلسیری شینواری
|