جاهل ته!
جاهل ته!
چې دپوهنې په لارنه ځي، عجب ښکاري
ته به وايې نريې غويې اوښځه غواده
عمر ټول هسې په دروغو باندې تېر که
نه پوهیږي چې پوهنه سترګه دسبا ده
دناپوهۍ کاروان نړۍ نه کډه کړې
چې په کې نه شته هغه سیمه اوس رڼاده
افتخار په جهالت و نه کړې نادانه
ځکه یې وایم، زموږ ټولنه د ژړا ده
هغه څه چې په کتاب کې مالیدلي
سر به وخورې دجاهل دسر بلا ده
نور باور ستا په خبرو دنیا نه که
هسې وایه، کومه خبره دې رښتیا ده
ګلسیریه! دپوهنې ډيوه بله په دنیا کړه
چې بې غمه کیناستل دې هم ګنا ه ده
ګلسیری شینواری ۲۰،۱،۹۶