څلوریځه
څلوریځه
پیغله ګل دسته ده بویول غواړي
دجنتونو فریشته ده لوبول غواړي
کله يې شته دی مثل په دنیا کې بل
دسروزرو وږمه ده خپلول غواړي
۲ـ ۵ـ ۹۷ استاد ګلسیری شینواری
څلوریځه
پیغله ګل دسته ده بویول غواړي
دجنتونو فریشته ده لوبول غواړي
کله يې شته دی مثل په دنیا کې بل
دسروزرو وږمه ده خپلول غواړي
۲ـ ۵ـ ۹۷ استاد ګلسیری شینواری
څلوریځه
څه فاجعه ده د لته
سخته جګړه ده دلته ځوانان مولاړدنیانه
لو به درنه ده د لته
استاد ګلسیری شینواری ۲۳-۵-۹۷
څلوریځه
محبوبې بس دی انتظار مه کوه
زه درنه ځم دزلفو وار مه کوه
قیامت ته ځمه بیا به کله راشم
کراره کینه نور تلوار مه کوه
استاد ګلسیری شینواری
۳-۵-۹۷
سپېڅلي
انسانان په د نیا کله شته سپېڅلي
څوک په یوه جامه ناولی، څوک په بله
په دوکه دزمانې چې غلـط نـه شې
دشپې غل وې سهار وي سپینه بلبله
چل به جوړکه خپل ملت ته دوکه ورکه
درنه پوښتم خپل هیواد جوړوې کله
سپین څادر په سر راخور که ملایکه
دپېسو خوراک ته جوړ که ځان پخپله
دشپې لويې لارې نیسې نامي غل وي
خالي جوړ که خوار یتم مظلوم ته چله
په حرام مال اولادونه خپل ماړه که
دمیزخوا کې غلی ناست وی خوارشې غله
ګلسیریه ددنیا دکارو بار محبت مه کړه!
نورسپین کفن درسره وړه دې آشنا ګله
استاد ګلسیری شینواری ۱۰-۵- ۱۳۹۷
د پښتو ژبې نوی لارښود
ژبه هغه پوهنه ده چې دانسانانو تر منځ دپوهولو او راپوهولو له پاره په کاریږي او دنړۍ دټولو پوهنو دپېداکولو او ودې سرچینه بلل کیږي، ژبه دنړۍ دټولو پوهنو مور ده. که ژبه نه وای نو انسانانو به ځانونه او ځپل خالق به يې نه پېژندلای په بشري اودیني اصولو به هم نه پوهېدل او دنورو څارویو په څېر به يې ژوند کا وه
دګرامر لنډ تعریف - ګرامر هغه پوهنه ده چې دیوې ژبې د داخیلی جوړښت لارې چارې موږ ته راښيې او د لوستلو، اولیکلو اصول اوقوانین موږ ته بیانوي.
- کلام یا خبره څه ته وايې؟
دڅوکلمو یوځای کولو ته چې پوره معنی ولري کلام یا خبره ويل کیږی . ګرانو عزیزانو دې مطلب ته غوږ کیږدئ اوګرامري اشتباه مو اصلاح کړئ.وايې چې نوم داشخاصو له مخې چې ضمیرونه ورسره نه وي یو ډول دی چې هغه هم غایب دی نو دغایب شخص له پاره تل (هغه) ضمیر استعمالیږي اوضمیرونه داشخاصو له مخې درې ډوله دي ۱- متکلم ضمیرونه.۲- مخاطب ضمیرونه. ۳-غایب ضمیرونه .۱- متکلم ضمیرونه عبارت دي له زه ـ ما- موږ ۲- مخاطب ضمیرونه عبارت دي له ته – تا- تاسې اوغایب ضمیرونه عبارت دي له هغه -هغې- هغوی
په هم دې ترتیب په هره ژبه کې دوه ډوله کلام شته: ۱- مخامخ، زغرده (مستقیم) یا لومړی کلام ۲غایب تر شا (غیرې مستقیم) یا دوهم کلام.
.لومړی زغرده یا مخامخ کلام! هغه کلام ته ویل کیږي چې متکلم خپلې خبرې په آزاد ډول له خولې څخه راباسي او دمتکلم شخص ضمیرونه دخپل ځان له پاره استعمالوي دبېلګې په توګه احمد: زه درې ورونه لرم، موږ دخپل مور او پلار سره ډېره مینه لرو. موږ هره ورځ سهار وختي پاڅیږو، لومړی لمونځ کوو او بیا دخپلې مور سره دسبناري په چمتو کولو کې مرسته کوو اووروسته د زده کړې له پاره پوهنتون ته ځوو او خپل درسونه لولو.
تر شا نازغرده یا (دوهم کلام) ! هغه کلام ته ویل کیږي چې یو څوک دبل چا خبرې تکراروي او یا په چا پورې خبرې کوي نو په دې وخت کې دمتکلم ضمیرونه په غایبو ضمیرونو بدلیږي
دمثال په ډول احمد وویل ـ هغه دری ورونه لري . هغوی دخپل مور اوپلار سره ډېره مینه لري ، هغوی هره ورځ سهار وختي پاڅیږي، لومړی لمونځ کوي او بیا دخپلې مور سره دسبناري په چمتو کولو کې مرسته کوي او وروسته د زدکړې له پاره پوهنتون ته ځي اوخپل درسونه لولي.
یا په بل عبارت.. توریالی: زه د کابل پوهنتون دادبیاتو دپوهنځي دلومړي کال محصل یمl د کابل زه د کابل په پوهنتون کې ډېر ملګري لرم . موږد جمعې په ورځ په پغمان کې میله لرو. .
زلمی:ـ توریالي وویل چې هغه دکابل پوهنتون دادبیاتو دپوهنځي د لومړي کال محصل دی. هغه دکابل په پوهنتون کې ډېر ملګري لري. هغوی د جمعې په ورځ په پغمان کې میله لري.
لنډه او صحي خبره داده چې په ترشا یا دوهم کلام کې ضمیرونه په لاندې ډول خپل شکل ته تغیر ورکوي : ما او تا وویل چې زه یو استاد یم. تااو ما وویل چې ته یو مدیر یې. هغه او ما وویل چې هغه یو وزیر دی.
لیکونکی استاد ګلسیری شینواری شیر يې کړئ