ځنګل
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
ځنګل
په ځنګله کې یو ګیدړو دزمري سره په جنګ شو
زمري ډېرې حملې وکړې،خوځنګل ځنې بدرنګ شو
ما له ورا یه نه کتل بده جګړه د ځناورو
زمری لاړه بل طرف ته خپل ځنګله کې ځنې تنګ شو
څه قصه ده غوږ پرې کېږدئ عزیزا نو
زمري ډېر کارونه وکړه په جنګونو کې زرنګ شو
زمري دېرې چغې وکړې مقابله یې چا ونه کړه
کیدړ وتښېده زمري نه، دواړو پښو باندې هم لنګ شو
د ځنګله ونې وا پس زمرو کرلې ځنګل جوړشو
زمري ډېرې منډې وکړې بیا له سره هم پلنګ شو
زمری نېغ مېدان کې ودرېد، ګیدړوتښتېده ځنګله کې
بیا يې جنګ ته څوک رانغلل پاتې درنګ شو
استاد ګلسیری شینواری