غزل
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
غزل
هیڅ يې نه شته، سم خوراک که انسانان
سوچ پرې نه که،هریوکاريې شي،ترې وران
شور فریاد نښلولی وي محل کې
یو دبل نه غوښې خوري لکه کارغان
په زورو باندې په خپلوکې لګیا وي
دبل مال باندې اخته وي شنه زمریان
لږه وېره راشه ! وکړه د منانه
خپل رب ته څه ځواب به ورکوې ،اخرزمان
دقیامت په ځای حله ددنیا مه کړه
هره ګړۍ کې خپل ځان بوله مسلمان
ګلسیری هم انسان دوست دټول بشر دی
ځان لا بولي ،سم بنده دپاک سبخان
بده ورځ داخرت چې زه رایاد کړم
خپل ځان مې بولمه، دښمن دهر شیطان
استاد ګلسیری شینواری