غزل
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
غزل
ما خودیدن له دنیا وکړو،نوردرنه ځمه آشنا
ډالۍ مې واخله، ژړا مه کړه در نه ځمه آشنا
په غټو سترګو راته ګوره بیا به کله راشم
ماته په زړه کې خندا وکړه،در نه ځمه آشنا
بیا په ستنه کله راځمه ،هلته پاتې به شم
نورشپه او ورځ دعا کوه چې درنه ځمه آشنا
دژوند کاروان مې دمه شوی آشنا ښه پوهېږم
په لور دعقبا باندې روان یم، در نه ځمه آشنا
ږېره مې سپینه،غاښ کنډاس شول دلته څه کومه
نورنو قیامت ته سودا نه کړم،در نه ځمه آشنا
خدایه! قربان دې له نظام شم کاشکې مه وای پېدا
روح مې له تنه جلا کیږي ، درنه ځمه آشنا
په سترګو ړوند په غوږو کوڼ ماغزه وتلي خلکو
ماته له زړه خېرا ونه کړې در نه ځمه آشنا
مرګ که راځي ډېر مې قبول دی بدرګه يې کوم
دغه نړۍ جانانه ستا سې، زه درنه ځمه آشنا
استاد ګلسیری شینواری