شراب خور
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
شراب خور
سم انسان وي ځان نشه که مردار خور
همېشه ترېنه په عذاب وي پلار ومور
سترګې يې سرې، ټیټ سر کلي کې ګرځي
خلک پورې خاندي دی لایق شي دپېغور
دغفلت په خوب وېده وي ،رب وهلی
سر ګردانه په هر ځای وي لور په لور
باور يي دلاسه وي ورکړی په محل کې
په غټو سترګوباندې ړوند وي هم شبکور
بوتل يې لاس کې وي نیولی خلک ګوري
چې وی نه خوري زړه نه کیږي ټکور
په شرابو باندې خپل نفس ګنده کړي
ترېنه تنګ وي ماشومان هم کلی کور
کجو پیچ په لاره درومي هر ځای لویږي
رب اخیستی وي بېوخته ترې نه زور
زه ګلسیری شراب ناقصه عمل بولم
حرام کاردی زړه مې خپل دی ترینه تور
استاد ګلسیری شینواری