افغاني پیغله
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
افغاني پېغله یم!
پېغله افغاني یم ، ډېره سترګو کې حیا لرم
زړه کې محبت هم د مجنون هم دلېلا لرم
نه ګورمه چاته په هر ځای کې چې روانه یم
خوښه دآشنا یم، زه په زړه کې هم مسکا لرم
واک مې دبابا دی،څوک مې کله خلاصولی شي
سپوږمۍ غوندې ځلیږم،په شونډوکې خندالرم
ناسته پښلنځي کې یم،جارو اواشپزي کوم
نه ځمه مکتب ته، کتاب، قلم کله آشنا لرم
پاتې یم په کور کې،بې مکتبه لویه شوې یم
شپه اوورځ تېریږي،خوپه سترګوکې ژړا لرم
مه کړئ ظالمانو، زه خوګل غوندې انسان یمه
مه کوئ په ما ځوانانو، که زه دچا پروا لرم
زه ګلسیری بلې ! پېغلې لورانې دهرچابولم
څه به درته لیکم، نور نو سترګو کې حیا لرم
استاد ګلسیری شینواری