ناپوهي

 نا پـوهي لویه بـلا  ده، په انسـان کـې

                اخته مه شه څوک په دې بلا جهان کې

دین، دنیا توره تیاره ورته ښکاریږي

                شک يې بولم زه په دین او په ایمان کې

تلل مکتب اومدرسې ته چې بد بولي

                 ښکاري څري چې ډنګر په بیابان کې

په سترګو ویني خوڅه نه ورته ښکاریږي

                 هیڅ یې بولي ،ترقي علم عرفان کې   

ګلسیریه ! هسې هورې دورې مه ځه

                تل  سمه لاره لټوه په دې جهان کـې