مضمون
پښتو ادبیات دزماني په لحاظ
پښتو دپښت دکلمي څخه اخیستل شوې ده [ه د پښتون قوم دزړې او لرغونې ژبې څخه شمیرل کیږي اوپښتانه په همدې ژبه پیژندل کيږي چه تر اوسه یې درې زره کلنې کلمې په خپل شکل يا په لږ څه بدلون ساتلې دي څرنګه چه پښتو ژبه یوه آریايې ژبه ده آو دآریايې ژبو په پښتیک یا باخترې ګروپ پورې
اړه لري داموسند څخه دهند تر دریابه پورې میلونونه پښتانه پرې خبرې کوي او پښتوژبه دپښتون
قوم دپت اوغیرت سمبول بلل کیږي .نو زه دخپلو څیړنو په نتیجه کې خپل پښو ادبیا ت دزمانې په لحاظ
په پنځولویو تاريخي دورودرجه بندي کوم :
لومړۍ دوره – په افغانستان کې داسلا دمقدس دین د ظهور سره سم یعنې د۱۳۹ ه -ق کال څخه شروع
او تر ۹۰۰ ه- ق کال پورې رسیږي چه دسوریانو غوریانو اولودیانو ددورې په نامه هم یاديږي ځکه چه په نوموړې زمانه دنوموړو قومونو نماینده ګانو پا چاهي کوله .د د ې دورې لوی شاعران اولیکو الانپه لاندې ډل دي
۱- امیر کروړ!
د سوري کورنۍ یو نومیالی ، توریالی، جنګیالی، اود پښتو ادب لومړی شاعر ، ادیب او امیر و
امیر کروړ دامیر فولاد سوري زوی چه په ۱۳۹ ه- ق کال دغور په مندیش کې امیر شو او دجهان
پهلوان یې باله . په تنهایې دسلو جنګیالیو سره جنګیده نو ځکه کروړ لقب وګټلو کروړ په پښتو ژبه
کې کلک اوسخت ته وايې . دامیر کروړ دکلام يوه نمونه په لاندې ډول ده .
زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته
پر هندو سند پر تخارو پر کابل نشته
بل په زابل نشته له ما اتل نشته
۲- بیټ نیکه! دپښتنو دمشورو نیکونو څخه دی ، دکیسي په غره باندې اوسیده اوټوله شپه به دخدای ج عبادت کاوه اودرې سوه څخه تر څلور سوه هجري کال پورې ژوند کاوه ، دامناجات به یې ویلو .
لویه خدایه لویه خدایه ستا په مینه په هرځایه
غر ولاړ دی درناوي کې ټولې ژوې پا زارز کئ
دلته دي دغرو لمنې زموږ کیږدۍ دي په کې پلنې
داوګړي ډیر کړې خدایه لویه خدایه لویه خدایه
۳ – شیخ اسعد سوري! دمحمد زوی او دامیر محمد سوري ددربار شاغر وپه غور کې اوسیده ،کله چه امیر محمد سوري دسلطان محمود غزنوي په بند کې مړ شونو هغه
دمړینو په مراسیمو کې یوه سوزناکه قصیده ویلې ده چه کنایه نومیيږي آو نمونه په لاندې ډول ده.
دفلک دچارو څه وکړم کوکار
زمولوي هر ګل چه خاندي په بهار
۴-ابو محمدهاشم سرواني!۲۲۳ه- ق دهلمند ولایت په سروان کې زیږیدلی دی یو کتاب لیکلی چه سالو وږمه نومیږي .دکلام یوه نمون ه يې په لاندې ډول ده
که بډای سوڼي وبولي خلک وايې
داوینا ده ریښتیا ینه که ريښتو ده
۴-ښکارندوی !
دغور یانو ددربار شاعر و د۵۸۰ ه- ق په شااو خوا کې دغور ولایت ژوند کاوه او یوه قصیده يی ویلې ده چه دکلام یوه نمونه یې په لاندې ډول ده .
دپسرلي ښکلونکو بیا کړل سین ګارونه
بیايې ولونل په غرونو کې لعلونه
۵- ملکیار غرشین !
دپښتنو یو لوی اوسیدونکی قوم دی چه ملکیار ددغه قوم یو بزرګ سړي و دکلا یوه نمونه يې په لاندې ډول ده
څښتن مو مل دی اوس مو یرغل دی غازیانو ګورئ
ایواد دبل دئ غازیانو ګوری څښتن مو مل دی
توري تیرې کړئ دښن مو پړ کړئ منګلې سرې کړئ
۶- سلیمان ماکو
دبارک زوی دی او دپښتو ژبې لیکوال اوعالم هم و ، دقندهار ولایت په ارغستان کې اوسیده او یو کتاب لیکلی دی چه تذکرت الاولیه نومیږي چه نور ټول کتاب له منځه تللی او یواځې اته پاڼې پاتې دي.
۷- خان جهان خان
د۸۳۹ ه- ق کال څخه یې تر ۹۳۰ ه -ق پورې ژوند کاو او د او دسلطان سکندر لودي دوزیر حیثیت
لرلو
۸- شیخ مټي! په ۶۲۳ ه- ق کال زیږیدلی دکلات په لوړه غونډۍ ښخ دی ، دکلات بابا په نوم هم یاديږي
دکلام یوه نمونه يې په لاندې ډول ده
ستا دښکلا دا پلوشه ده دا يې یوه سپکه ننداره ده
په لوی سحر په نیمو شپو کې په لویو غرو هم په دښتو کې
دپښتو دادب دوهمه دوره !
دا دوره د۹۰۰ ه- ق کال څخه شروع تر ۱۱۰۰ه- ق کال پورې رسيږي چه دبابر او دهغه داولادې ددورې په نامه یاديږي د پښتنو لوی پاچا شیرشاه سوري و
د دې دورې مشهور شاعران په لاندې ډول دي
۱-میاروښان: دمیا روښان اصلي نوم عبدالله او په پیروښان مشهور دی په ۹۱۳ کال په کاني ګرم کې زیږیدلی دی. په قوم اور مړ پښتون دی دکلام یوه نمونه په لاندې ډول ده.
مرګ به ورشي وسړي ته ناګهانه
نه شته په دنیا کې دسړي تل تر
۲- شیخ بوستان بړیڅ دلسمې پیړۍ یو پښتون شاعر او لیکوال دی د۹۹۸ کال په شا او خوا کې ژوند کاوه
په قوم بړیڅ پلار محمد اکرم نومیده. دکلام یوه نمونه يې په لاندې ډول ده :
اوښکې مې څاڅي پر ګریوان ته یو نظرکړه پر ما راشه ګذر کړه پر ما
دمینې اور دی زما زړګی وریت په انګار کینه ښه یې تار تار کینه
۳- احوند درویزه دلسمې پیړۍ یو مشهور لیکوال او ادیب دی مشهور کتاب یې محزن ال اسلام نوميږي
۴- میرمن نیکبخته دشیخ الله داد لور ده اویوه پښتنه شاعره ده دکلام یوه نمونه يې په لاندې ډول ده:
ظاهر زهد په اخلاص کړه په زړه ټینګ شه له یقینه
شکر صبر په هر حال کړه خودنمای مه شه خودبینه
۴- خوشحال خټګ دپښتو ژبې دادب ددوهمې دورې دشاعران څخه دی . په ۱۰۲۲ ه. ق . کال دپیښور دښار په اکوړه نومې ځای کې زیږیدلی دی. خوشحال خان په داسې وخت کې دنیا ته سترګې راوغړولې
چه نورودین جهانګیر دنړۍ په نیمه وچه حکومت کاوه. څرنګه چه خوشحال خان خټک دقوم دمشرانو
په کورنۍ کې زیږیدلی دی نو دژونټولې شپې او ورځي دشاعری پرته دمغولو دحکومت دنسکورولو په خاطر تیرې کړې دي یو دیوان لیکلی چه تقریبآ څلوېښت زره بیتونه لري پښتانه لیکوالان دهغه نثري آثار ۲۵۰بولي په ۱۱۰۰ ه ق کال وفات او په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو . یاد دې ژوندی وي .دکلام نمونه په لاندې ډول ده :
چه داوسپنې ځنیر شلوي په ګوتو
هغه دیو دزمانې خوشحال خټک دی
نثري اثار يېعبارت دي له
دستارنامه
بیاض
سوات نامه
پښتو هدایه
فضل نامه
بازنامه
فراق نامه اوداسې نور.
۵- رحمان بابا
رحمان بابا په قوم مومند بلار عبدالستار نومیده او په ۱۰۴۲ه .ق کالد پیښور دښار په بهادر کلي کې زیږیدلی دی او دشعرونو یو دیوان لري چه دکلام یوه نمونه يې په لاندې ډول ده :
هغه زړه په له طوفانه په امان وي چه کښتۍ غوندې دخلکو بار بردا رشي.
په ۱۱۱۹ه ق کال دفاني نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې . روخ دې ښاد وي
دپښتو دادب دریمه دوره - دادوره د ۱۱۰۰ه ۰ ق څخه شروع اوتر ۱۲۵۰ ه ق کال پورې رسیږي .
دادوره دهوتک او سدوزیو ددورو په نامه یاديږي.
ددې دورې لوی پاچاهان میرویسخان هوتک اوشاه حسین دي او دسدوزیو دکورنۍ څخه احمدخان شازمان اوتیمورشاه دي.
ددې دورې نامتو شاعران او لیکوالان په لاندې ډول دي :
1- ۱-حمید مومند
2- دیولسمي پیړۍ دمشهورو شاعران دجملې څخه دی.دی دپښتو ژبې یو تکړه شاعر تیرشوی دی دکلام یوه نمونه يې په لاندې ډول ده. نازولی زوی نه اخلي ادب دسیوري نخل نه نیسي رطب
3- ۲- ریدی خان دپښتو ژبې یو تکړه ساعر او لیکوال دی چه شاه حسین ددربار شاعر و چه دمیرویسخان دوخت څخه تر شامحمود دجګړو پورې ټول واقعات په څلورزره بیتونو کې انځور شوې دي
۳-محمد هوتک دداودخان زوی او دقادرخان لمسی ددی مشهو راثارپټه خزانه نومیږي چه په دې کتاب کې د۵۲ شاعرانو په اړه څرګنړونې سوې دی دکلام یوه نمونه یې په لاندې ډول ده
ساقي پاڅه دسرو میو یو ډک جام را
ستا له غمه نا ارام یم ارام را
بې دمیو دپهار نندارې څه کړم
پسرلی شو نو خوښې یو پیغام را
۴-میرمن نازو
دسلطان ملخي توخي لور ده په ۱۰۶۱ ه ق کال زيږیدلې ده او دشعرونو یو دیوان لري چه تقریبآ ۲۰۰۰ بیتونه په کې دي . دکلام یوه نمونه يې په لاندې ډول ده :
سحر ګاه وه دنرګس لیمه لانده څاڅکې ځاڅکې یې له سترګو څڅیده
ما ویل څه دي ښکلیه ګله
۵-میرمن زینبه دحاجي میرویسخان هوتک لور وه دپښتو ژبې یوه تکړه شاعره او ادیبه وه .دکلام یوه نمونه په لاندې ډول ده داروڼ جهان راته تورتم دی نا زړه دبیلتون په تیغ کړه دی نا
هوتک غمجن په دې ماتم دی نا دپاچاهۍ تاج مو برهم دی نا
۶- احمدشاه بابا دپښتو ژبې یو لوی شاعر او ستر واکمن و. پلار زمان خان او نیکه يی دولت خان نومیده
سربیره په نارینتوب ډپښتو ژبې یو تکړه شاعر دی. دپښتو شعرون یو دیوان لري چه دکلام نمونه یې په
لاندې ډو ل ده:
که هرڅومې ددنیا ملکونه ډیر شي زما به هیر نه شي داست ښکلي باغونه
په ۱۱۳۵ه ق کال زیږیدلی او په ۱۱۸۶کال وفات شوی دی